
د کابل ښاروالۍ له خوا د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د یوولسمې ناحیې د ۱۲م، ۱۴م او ۷م ګذر اړوند د نوي مارکېټ، شتل او بي بي سنګري سروري ښوونځي په سیمو کې په ټولیزه توګه د څه باندې ۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت د کانکرېټ په بڼه د کوڅو جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري په دې اړه وویل: کابل ښاروالۍ د ښاریانو د چاپېریالي او ښاري ستونزو د هوارولو په برخه کې ژمنتیا لري او همدا اوس متوازنې پراختیا ته په کتو د ښار په کچه د لسګونو ورته نورو پروژو د پلي کولو چارې هم روانې دي. نوموړي د سیمې له اوسېدونکو وغوښتل چې،نویو جوړو شویو کوڅو ساتنې ته پام وکړي. د یوولسمې ناحیې په ۱۲م ګذر کې کوڅې ۶۶۰ متره اوږدوالی، په ۱۴م ګذر کې ۴۴۰ متره اوږدوالی او په ۷م ګذر کې کوڅې ۵۹۸ متره اوږدوالی او له ۴.۵ څخه تر ۹ مترو پورې سور لري چې، چارې یې په اساسي توګه د ۵ میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي. دا پروژې له آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو اوسېدونکو ته د کاري بوختیاوو او ښاري آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه پلې شوې چې، ورسره جوخت د سیمې د اوسېدونکو ګڼې ترانسپورتي او ټولنیزې ستونزې هوارې شوې دي


