
د شپږمې ناحیې اړوند د علاءالدین درې لارې او چهار قلعه چهاردهي سیمو ترمنځ د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو لومړنۍ چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه سړک چې، (۱۹۰۲) متره اوږدوالی او (۲۰) متره سور لري، د یوه معیاري سړک د ټولو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوی دی او تر راتلونکو پنځو میاشتو پورې به په اساسي توګه جوړ شي. د دې پروژې په اوږدو کې (۲۰۰) ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د قانون له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي. د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د تګ راتګ په برخه کې د سیمې اوسېدونکو ته آسانتیاوې رامنځته او بله خوا به د ورڅېرمه سیمو اقتصادي ودې ته زمینه هم برابره شي


