
د خیرخانې کوتل سړک د درېیم فاز د جوړولو چارې په څو برخو کې په منظمه او معیاري توګه روانې دي. ددغه سړک د جوړولو پروژه د یوولسمې او اوولسمې ناحیې اړوند د سرای شمالي له څلور لارې څخه د خیرخانې کوتل تر پورتنۍ برخې (د تیلو او ګازو ادارې ته مخامخ) پورې د پلي کېدو په حال کې ده. د کابل ښاروالۍ د یوه انجینر محمد ناصر په وینا، دغه سړک د معیاري ډیزاین مطابق په دوه لینونو کې د (۳۶۴۷) مترو په اوږدوالي او (۲۷) مترو په سور سره د یو معیاري سړک د ټولو جزیاتو په ګډون جوړېږي چې، د جوړولو چارې یې په عملي توګه روانې دي. نوموړي زیاته کړه: په راتلونکو دوو اونیو کې به د دې سړک د (۱۸۰۰) مترو په اوږدوالي او (۱۲) متره په سور سره د یوې لیکې قیر چاري پیل شي. دغه راز کابل ښاروالۍ هڅه کوي چې د هوا تر سړېدو وړاندې د یاد سړک لومړۍ طبقه قیر چارې ترسره کړي ترڅو ښاریان په ژمي کې له ترافیکي ستونزو سره مخ نشي. د خیرخانې کوتل سړک د پلازمېنې یو له مهمو لویو سړکونو څخه دی چې، د هېواد شمالي ولایتونه له کابل سره نښلوي. د دې سړک د پاتې برخو په جوړېدو او پراختیا سره به د کابل ښاریانو لپاره په ترانسپورتي برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي


