الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د خواجه بغرا له ګولایۍ څخه تر قصبې پورې د سړک لومړۍ طبقه قیر چارې پیل شوې

 16387.jpg (1820 × 1024)

د پنځلسمې ناحیې اړوند د خواجه بغرا له ګولایۍ څخه تر قصبې پورې د نوي نښلونکي سړک بنسټیزې چارې بشپړې  او قیر چارې یې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ د دې سړک قیر چارې په لابراتور کې د موادو تر ازمویښت وروسته ترسره کېږي ترڅو کیفیت یې تضمین شي. د سړک جوړولو په دغه پروژه کې چې، (۶۷۵ ) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، د (۲۰ ) مترو په اوږدوالي او (۱.۳) متره سور سره د یوه پلچک، د لښتیو، پلیولارو او ګلدانونو جوړول، په سړک د کرښو اچول، د څراغونو نصبول، د بایسکل چلولو لیکې او د یوه معیاري سړک نور جزئیات شامل دي،د یادونې وړ ده چې د دې سړک(۴۳۵ ) مترو په اوږدوالي او (۳۰ ) مترو په سور د قیر چارې پیل شوې او د پاتې (۲۴۰ ) مترو په اوږدوالي د کانګریټ چارې بشپړې شوې دي. د دې سړک په جوړېدو سره به په ورڅېرمه سیمو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او ښاریانو ته به یو شمېر ټولنیزې او ښاري آسانتیاوې رامنځته شي