
د دویمې ناحیې اړوند له جوی شیر څخه تر پُل آرتل پورې د (۸۶۰) مترو په اوږدوالي او د (۴۵) مترو سور سره د سړک جوړولو چارې روانې دي او هڅه کیږي چې، د روان کال په بهیر کې بشپړې او ګټې اخستنې ته وسپارل شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ په دغه پروژه کې د (۲۹۳) مترو په اوږدوالی او د (۲) مترو په سور د یوه کانال، د (۹۵) مترو په اوږدوالي، (۶۰) سانتي مترو په سور او د (۵) مترو په لوړوالي استنادي دېوال او د یوه معیاري سړک نور جزئیات شامل دي. د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د ښار په مرکزي برخو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او له بلې خوا به د سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي


