
د یو ویشتمې ناحیې اړوند د کابل- جلال آباد تر سړک پورې د بګرامیو–لته بند سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه ۲۵ سلنه کاري پرمختګ لري. هڅه کېږي چې، دا سړک هر څه ژر قیر چارو ته چمتو شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې، یاد سړک ۳۳۰۰ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري، چې د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون به په اساسي توګه جوړ شي. همدا راز په دغه پروژه کې د یو کانال، څلورو پلچکونو او شاوخوا ۷۰۰۰ متر مکعب په اندازه استنادي دیوال جوړول هم شامل دي. د دې سړک په جوړېدو سره به د یو ویشتمې ناحیې اوسېدونکي ته د تګراتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د اړوند سیمو اقتصادي ودې او ښاري پراختیا ته به زمینه برابره شي. کابل ښاروالۍ پلان لري چې، د دې سړک د دویمې برخې چارې هم ډېر ژر پیل کړي


