
د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د شپاړلسمې ناحیې د ۱۲م ګذر اړوند د ده خدایداد سیمې ( موی مبارک جومات) د کوڅو کانکرېټ چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه کوڅې چې په ټولیزه توګه (۸۷۰) متره اوږدوالی او هره کوڅه (۴.۵ ) متره سور لري، د لښتیو په ګډون یې د جوړولو چارې تر اوسه (۵۰) سلنه مخته تللې دي او ټاکل شوې تر راتلونکې یوې نیمې میاشتې پورې بشپړې شي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو ترانسپورتي او ټولنیزې ستونزې هوارې شي. د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده


