
د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د پنځلسمې ناحیې د دویم ګذر اړوند د خیرخانې مېنې په دویمه برخه کې د یوه تفریحي پارک د جوړولو چارې روانې دي. په دغه پارک کې چې، په (۱۰) زره متر مربع ځمکه کې جوړېږي، د احاطې، د پلیو لارو، د فوټبال، کرکټ، والیبال او باسکټبال لپاره د لوبغالو او د اوبو د زېرمې جوړول، د یوې څاه کېندل، د چمن کرل، د نیالګیو او بوټو کېنول او د کثافت دانیو نصبول شامل دي چې، تر راتلونکې یوې میاشتې پورې به په اساسي توګه جوړ شي


