الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک سیمې پورې د سړک جوړولو چارې روانې دي

 16433.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک سیمې پورې د نوي نښلوونکي سړک د پاتې برخو بنسټیزې چارې په چټکۍ سره روانې دي او هڅه کېږي ترڅو هرڅه ژر قیر چارو ته چمتو شي.  د سړک جوړونې د دې پروژې چارې تېر کال د ۲۷۹۴ مترو په اوږدوالي او د ۶۰ مترو په سور سره پیل شوې وې او تر دې دمه ۸۰ سلنه کاري پرمختګ لري او ټاکل شوې ده د سړو موسم تر را رسېدو وړاندې بشپړې شي. ورته مهال د یاد سړک د پلو لارو، ګلدانونو، جدلونو او د پلو لارو د جوړولو چارې هم روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د پروژې د کیفیت د تضمین په موخه په دوامداره توګه تخنیکي او فني څارنې ترسره کوي څو دا زیربنايي پروژه په ټاکلي وخت او ښه کیفیت پلې شي