
د کابل-لوګر سړک د لومړي فاز د پاتې بنسټیزو برخو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او هڅه کیږي چې هر څه ژر قیر کولو ته چمتو شي. د دې سړک د (۳۷۰۰) مترو په اوږدوالي د یوې فرعي لیکې او (۲.۵) کیلومتره اصلي لیکه د بنسټیزو برخو له بشپړېدو وروسته، قیر شوي دي. دغه سړک چې، له نجات څلي څخه تر چرخ آب سیمې پورې (۷) کیلومتره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري، د سړک جوړولو د معیارونو مطابق ډیزاین شوی دی. همدارنګه، د یاد سړک په اوږدو کې د (۵۰۰) مترو په اوږدوالي، (۴) متره سور او د (۲.۵) مترو په ژوروالي سره د مستان کانال د جوړولو چارې هم روانې دي. د کابل-لوګر سړک چې، د کابل ښار په سویلي زون کې یو له مهمو اقتصادي دهلیزونو څخه ګڼل کیږي، کابل ښاروالۍ یې د اهمیت په درک کولو سره ژمنه ده چې، په لنډ ممکن وخت کې یې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپاري


