الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پغمان د پخواني سړک د جوړولو او پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي

 16443.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د پغمان پخواني سړک د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي او هڅه کېږي چې، د سړو موسم تر را رسېدو وړاندې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه سړک چې د قرغې له بند څخه تر تاق ظفر پورې (۹۱۵۳) متره اوږدوالی او (۷) متره سور لري، د لښتیو، استنادي دېوالونو او د سړک په اوږدو کې د ( ۹ او ۱۲) مترو په اوږدوالي، د (۲ او ۴ ) مترو په سور سره د (۱۶) پلچکونو په ګډون په اساسي توګه د جوړېدو په حال کې دی. شاوخوا یوه میاشت وړاندې د دې سړک (۵) کیلو متره برخه قیر شوې ده او ډېر ژره به یې د پاتې برخو قیر چارې هم ترسره شي. د دغې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا د پغمان او قرغې سیمو ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بله خوا به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي