الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په شلمه ناحیه کې د فرعي سړکونو څلور پروژې بشپړې شوې

16450.jpg (1820 × 1024)

د شلمې ناحیې په نهم، یوولسم، دولسم او شلم ګذر کې د فرعي سړکونو د جوړولو څلور پروژې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو رئیس انجنیر میر الرحمن ناصري، د شلمې ناحیې رئیس مولوي عبدالرحمن اخندزاده، سیمه ییزو مشرانو او د سیمو د اوسیدونکو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په هغو مراسمو کې چې له همدې امله جوړ شوي ؤ، انجنیر میر الرحمن ناصري د خپلو خبرو په ترڅ کې د یادو پروژو په اړه داسې معلومات وړاندې کړل: په نهم ګذر کې سړک (۹۹۵) متره اوږدوالی او (۵) متره سور، په ۱۱م ګذر کې سړک (۸۰۰) متره اوږدوالی او (۵.۲) متره سور، په ۱۲م ګذر کې سړک (۶۳۰ ) متره اوږدوالی او (۵.۵) متره سور او په ۲۰م  ګذر کې سړک (۹۰۸) متره اوږدوالی او (۵) متره سور لري، چې د لښتیو په ګډون د (۳۲) میلیونه افغانیو په لګښت، د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د (۳) میاشتو په موده کې په اساسي توګه جوړ شوي دي.

ښاعلي ناصري زیاته کړه: د دغو پروژو په بشپړېدو سره، د یادو سیمو اوسېدونکو  ته ګڼې ترانسپورتي او ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته شوې دي. دغه راز په دې مراسمو کې د شلمې ناحیې ر ئیس په خپله وینا کې وویل چې، په شلمه ناحیه کې به ورته نورې ټولګټې پروژې ډیزاین او پلي شي ترڅو ښاري وضعیت ښه او ښاریانو ته دپام وړ آسانتیاوې رامخټه شي. نوموړي زیاته کړه، د دې سیمې اوسېدونکي پخوا د سړکونو د خراب وضعیت له امله له ګڼو ستونزو سره مخ ؤ، چې د دغو سړکونو په جوړېدو سره، د دوی د ستونزو لویه برخه حل شوې ده. په ورته وخت کې، د یادو ګذرونو اوسېدونکو، د دغو پروژو له پلي کېدو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره، ټینګار وکړ چې، دوی به د نويو جوړو شويو سړکونو په ساتنه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. د یادونې وړ ده چې، د دغو پروژو د پلي کېدو په بهیر کې، هره ورځ شاوخوا (۱۵۰) تنو هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه