
د اتمې ناحیې اړوند د بیني حصار له سیمې څخه تر ستانکزي څلورلارې پورې د نوي نښلوونکي سړک څه باندې یو کیلو متر برخه قیر کولو ته چمتو شوې ده او ډېر ژر به یې لومړۍ طبقه قیر چارې پیل شي. دغه سړک چې (۲۵۶۱ ) متره اوږدوالی او (۴۰) متره سور لري، د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو، پلچکونو، څراغونو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون د جوړېدو په حال کې دی. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ د دې سړک دجوړولو چارې به د روان کال په بهیر کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. ورته مهال له ستانکزي څلورلارې څخه تر بګرامیو پورې هم د سړک جوړولو چارې په دوامداره توګه روانې دي. د دې پروژو په بشپړېدو سره به د کابل- لوګر سړک له بګرامیو سیمې سره ونښلول شي او ښاریانو ته به د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي


