الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د څوارلسمې ناحیې په ۲۲م ګذر کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي

16471.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د څوارلسمې ناحیې د ۲۲م ګذر اړوند د پجک پله په سیمه کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه سړک چې، (۱۱۰۰) متره اوږدوالی او (۴) متره سور لري، د پنځو پلچکونو او لښتیو په ګډون به په اساسي توګه جوړ شي. دغه پروژه تر دې مهاله (۲۰) سلنه کاري پرمختګ لري او ټاکل شوې ده تر راتلونکو دوه میاشتو پورې بشپړه او ورسره جوخت به د سیمې د اوسېدونکو چاپېریالي او ترانسپورتي ستونزې هوارې  شي. پاتې دې نه وي چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده