
د ښار په شپږو مرکزي برخو کې د پلیو لارو د بیارغونې پروژه د پام وړ پرمختګ لري او اوس خپلو وروستیو پړاونو ته نږدې شوې ده. د دې پروژې موخه، ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کول او د ښاري ښکلا زیاتېدل دي. دغه پروژه به د نږدې یوې میاشتې په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د زرنګار پارک شاوخوا، د ده افغانانو له درې لارې څخه تر زېر زمینۍ پورې، د کابل سیند څنډې، د پوهنې وزارت مخې ته، د ستوماتولوژي او رابعه بلخي روغتونونو شاوخوا، د ګلبهار له سوداګریز مرکز څخه د صدارت تر څلور لارې پورې او همدارنګه د فروشګاه له سیمې څخه تر شاه دو شمشیره پورې سیمو پورې د پلیو لارو بیارغول شامل دي. دغه راز په دې پروژه کې په ټولیزه توګه د (۱۹۳۱) مترو په اوږدوالي (۲، ۳ او ۵) مترو په سور سره پلې لارې، د (۳۴۷۰) مترو په اوږدوالي او د (۱.۲) مترو په لوړوالي سره د اوسپنیزو کټارو نصبول او رنګول، د سړک غاړې لښتیو د پوښښ او د جدولونو بیارغونه، د (۲۴۰۰) مترو په اوږدوالي د زرنګار پارک شاوخوا سړکونو باندې دکرښو اچول او د (۶۲) ترافیکي نښو نصبول هم شامل دي. د مسئولینو په وینا، دغه پروژه تر اوسه پورې (۷۵) سلنه پرمخ تللې ده. که څه هم د انټرنیټي شبکو کېبولنو او ترافیکي ګڼې ګوڼې، د یادې پروژې د پرمختګ پر وړاندې یو څه ځنډ رامنځته کړ، خو د دغو ستونزو په هوارولو سره، د شپې له خوا هم کارپیل شوی ترڅو دغه پروژه په خپل وخت بشپړه شي


