الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بادام باغ سړک د پاتې برخو قیر چارې روانې دي

 16479.jpg (910 × 512)

د بنسټیزو برخو تر جوړېدو وروسته، د بادام باغ سړک د پاتې برخو قیر چارې روانې دي او ډیر ژر به دغه سړک د کارته پروان له دوېمې برخې څخه له سرای شمالي سره ونښلول شي. د بادام باغ سړک د جوړولو په پروژه کې چې، په ټولیزه توګه ( ۳۲۸۹) متره اوږدوالي او له (۲۰) څخه تر (۳۰) مترو پورې سور لري، د لښتیو، پلیولارو او د زینتي ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نور جزیات هم شامل دي. د دې سړک په جوړېدو سره به په سرای شمالي، تهیه مسکن، پروان سه او ور څېرمه سیمو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي