الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له پروان سه څخه تر بادام باغ پورې د سړک جوړولو چارې د بشپړېدو په حال کې دي

 16482.jpg (1820 × 1024)

د څلورمې ناحیې اړوند له پروان سه څخه تر بادام باغ پورې د نوي نښلونکي سړک د جوړولو چارې د بشپړېدو په حال کې دي او یاد سړک به ډیر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د مسئولینو په وینا، دغه سړک چې، (۵۶۰) متره اوږدوالی او (۲۰) متره سور لري، دویمه طبقه قیر چارې یې هم په دې وروستیو کې بشپړې شوي او اوس د ترافیکو پرمخ پرانیستی دی. د سړک جوړولو په دې پروژه کې د لښتیو، پلیولارو، ګلدانونو او د سړک په اوږدو کې د استنادي دیوالونو جوړول، په سړک د کرښو اچول او د څراغونو نصبول هم شامل دي. د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او بله خوا به د سیمې اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي