
د دولسمې ناحیې اړوند د سلیم کاروان له ښارګوټي څخه د احمدشاه بابا مېنې تر پنځوس متره سړک پورې د (۷۳۳) مترو په اوږدوالي او (۳۰) مترو په سور سره د نوي سړک د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې روانې دي.د سړک جوړولو په دې پروژه کې د لښتیو، پیلو لارو، ګلدانونو او د بایسکل چلولو لیکو جوړول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ ټاکل شوې ده د دې سړک د جوړولو چارې د ژمي موسم تر را رسېدو وړاندې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.د دې پروژې په بشپړېدو سره به د ورڅېرمه سیمو د اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزې هوارې او د دولسمې ناحیې اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي


