الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له قلعه زمان خان څخه د کابل- جلال آباد تر سړک پورې د نښلوونکي سړک قیر چارې پیل شوې

 16500.jpg (1820 × 1024)

د بنسټیزو برخو تر تر جوړېدو وروسته، د شپاړلسمې ناحیې اړوند له قلعه زمان خان څخه د کابل- جلال آباد تر سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک قیر چارې د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست تر څارنې لاندې پیل شوې. دا سړک د ټولو تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره د ۱۶۴۵ مترو په اوږدوالي او د ۳۰ مترو په سور سره ډیزاین شوی دی.  په دې پروژه کې د لښتيو، د ۲۰۱ مترو په اوږدوالي او د ۱.۵ مترو په سور او ژوروالي سره یوه کانال، د ۱۷، ۳۱ او ۴۵ مترو په اوږدوالي او د ۱.۵ مترو په سور سره ۳ پلچکونو او د کابل سیند د پاسه د موټرو د تګ راتګ یوه پله جوړول هم شامل دي. ټاکل شوې ده له قلعه زمان څخه د کارته نو تر سړک پورې د یاد سړک بله برخه هم ډېر ژر قیر کولو ته چمتو شي.  د دغو سړکونو په جوړېدو سره به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي