الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک سیمې پورې د سړک لومړۍ طبقه قیر چارې د بشپړېدو په حال کې دي

 16502.jpg (1820 × 1024)

په کابل ښار کې د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا په موخه، د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک سیمې پورې په دوه لیکو کې د ۷۰۰ مترو په اوږدوالي د سړک د یوې برخې لومړۍ طبقه قیر چارې روانې دي او ټاکل شوې ده د دې مهمې پروژې چارې د روان کال په بهیر کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه سړک چې، په ټولیزه توګه (۲۷۹۴) متره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري، څه موده وړاندې یې د شاوخوا دوه کیلو متره برخې لومړۍ او دویمه طبقه قیر چارې ترسره شوې دي او د پاتې برخو د لومړۍ او دویمه طبقه قیر چارو تر بشپړېدو وروسته به یې درېیمه طبقه قیر چارې هم ترسره شي. په دې پروژه کې د لښتيو، کانال، پلچکونو، پلیو لارو، ګلدانونو او د بایسکل چلولو لیکو جوړول، په سړک د کرښو اچول، د څراغونو نصبول او د یوه معیاري سړک یو شمېر نور جزئیات هم شامل دي. د د دې پروژې د کیفیت د تضمین په موخه، د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران په دوامداره او منظمه توګه فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي. د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د صحت عامې، مکروریانو او د هوايي ډګر په څلورلارو او نورو ورڅېرمه سیمو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بله خوا به د کابل ښار اقتصادي ودې ته زمینه هم برابره شي