
د دیارلسمې ناحیې اړوند له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک او پر دوام یې تر قلعه قاضي پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. د کابل ښاروالۍ مسئولین هڅه کوي تر څو دا پروژه د ژمي تر رارسېدو وړاندې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک پورې نوی سړک (۳۸۳۴) متره اوږدوالی او (۴۵) متره سور او پر دوام یې تر قلعه قاضي پورې نښلوونکی سړک (۱۱۴۶) متره اوږدوالی او ۲۰متره سور لري. په دې پروژه کې د لښتيو، پلیو لارو، ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او نور جزئیات هم شامل دي. د دغوسړکونو په جوړېدو سره به د کابل د لوېدیځې برخې اقتصادي ودې ته زمینه برابره او ښاریانو ته به د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي


