الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دوه ویشتمه ناحیه کې د یوه فرعي سړک کانکرېټ چارې روانې دي

 16507.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د دوه ویشتمې ناحیې د ۲۴م ګذر اړوند د شیوه کي د سهاک په سیمه کې د یوه فرعي سړک کانکرېټ چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه سړک چې، (۱۱۵۵) متره اوږدوالی او له (۴) څخه تر (۶) مترو پورې سور لري، د لښتیو په ګډون یې تر اوسه ۵۰ سلنه چارې مخته تللې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکو دوه میاشتو پورې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دې سړک په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو ترانسپورتي او چاپېریالي ستونزې هوارې شي پاتې دې نه وي چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده