الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د دویم فاز قیر چارې بشپړېدو ته نږدې شوې دي

 16509.jpg (1820 × 1024)

د خیرخانې کوتل سړک د دویم فاز د دویمې لیکې د پاتې برخو قیر چارې تېره ورځ ترسره شوې. د دې سړک د پاتې (۵۸۰) متره برخې د جوړولو چارې روانې دي او ټاکل شوې ده ډېر ژر یې قیر چارې ترسره شي. دغه سړک چې د کوتل له پورتنۍ برخې څخه د بوستان تر سړک پورې (۲۵۲۰) متره اوږدوالی او په ټولیزه توګه (۶۰) متره سور لري، په دوه لیکو کې د جوړېدو په حال کې دی. څه موده وړاندې د یاد سړک کیڼ لوري ته د یوې لیکې لومړۍ او دویمه طبقه قیر چارې بشپړې شوې او تر تخنیکي څېړنو وروسته به یې درېیمه (وروستۍ) طبقه قیر چارې هم ترسره شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ د سړک جوړونې په دې مهمه پروژه کې د لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي او هڅه کېږي چې، د روان کال په بهیر کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د خیرخانې کوتل سړک د هېواد له سوداګریزو دهلیزونو شمېرل کېږي چې، د ترانسپورتي زیربناوو د تنظیم په برخه کې ځانګړی اهمیت لري