ابویاسر"پښتون"
ټولنه د انسانانو ګډ ژوند ته ویل کېږي، هلته چې افراد نه یوازې د خپلې ګټې او آرامتیا لپاره ژوند کوي، بلکې د یو بل پر وړاندې مسئولیتونه لري، دا مسئولیتونه د اخلاقو، قانون، تعلیم، چاپېریال او د انساني ارزښتونو له پیروي څخه عبارت دي. خو کله چې انسانان د دغو اصولو پر وړاندې بې پامي او بې غوري غوره کوي، دا حالت د ټولنې د اخلاقو، ارزښتونو، نظم او راتلونکي لپاره ستر ګواښ بلل کېږي. انسان که د خپل چاپېریال، تعلیم، اخلاقو، یا ټولنیزو اړیکو پر وړاندې بې پروا وي، نو دا بې پروایي د ټولنې پر حالاتو بد اغېز کوي، چې په پایله یې هم انفرادي، هم کورنۍ او هم ټولنیزې ستونزې رامنځته کیږي. پدې لیکنه کې هڅه شوې چې د انسان د بېغوریو ناوړه اغېزې له بېلابېلو اړخونو،څخه وڅېړل شي.
۱- د بېغورۍ مفکوره
بې غوري یوه ناپېژندل شوې اخلاقي ناروغي ده چې، په تکرار سره یې انسان روږدی کیږي او په پایله کې یې د انسان او ټولنې په وړاندې ډیر زیانونه رامنځته کیږي. یا بېغوري یو داسې چلند دی چې، انسان له خپلو مسئولیتونو او د نورو حقونو څخه سترګې پټوي. دا یو پټ اخلاقي فساد دی، چې نه جرم ښکاري او نه ناروغي، خو د دواړو په شان ګواښونکي وي. لکه، کله چې یو انسان ووایي: دا زما کار نه دی، یا وایي په ما یې څه؟... دا جمله ظاهراً ساده ده، خو د یوې ټولنې د اخلاقي پرځېدو پیل ګڼل کېدای شي.
بېغوري د وجدان له کمزورۍ، د شعور له نیمګړتیا او د احساس د مړ کېدو زېږنده ده. که چېرې دا چاره دوام وکړي، نو د ټولنې بدن ته لکه سرطان ورننوځي او ورو ورو یې له منځه وړي.
۲- بېغوري او د طبیعت غچ:
طبیعت انسان ته د ژوند ټولې آسانتیاوې برابرې کړې دي، هوا، اوبه، خواړه، ځنګلونه، ځمکه، غرونه، حیوانات، الوتونکي او نباتات،خو کله چې انسان د دې نعمتونو قدرداني نه کوي او بېغوري کوي، نو طبیعت هم په لاندې توګه خپل غچ ترې اخلي:
هوا ککړه شوې؛ په ښارونو کې ساه اخیستل ګران شوي.
د ونو پرېکول د بارانونو کمښت، وچکالي او د ژویو د له منځه تلو لامل شوي.
د کثافاتو ناسم مدیریت، د اوبو زیرمې زهرجنې کړي دي.
پلاستیک د ځمکې لاندې برخې مسموم کړي دي او د بحرونو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی.
دې ټولو ته که په ځیر وکتل شي، پایله یې د انسان د بېغوریو مستقیم عکسالعمل دی. د چاپېریال له منځه تلل یوازې یوه طبعي پېښه نه ده، بلکې دا د انسان همدغه بې پامه چلند ته طبیعت ځواب وايي.
۳- تعلیم ته د نه پاملرنې بدې پایلې:
تعلیم یوازې د لوستلو او لیکلو نوم نه دی، بلکې د شعور، فکر، کرامت او د مسئولیت د احساس نوم دی. خو له بده مرغه، ډېر ی خلک په ځانګړي ډول ځوان نسل د تعلیم اهمیت ته پاملرنه نه کوي، چې پایله یې یوازې همدې انسان ته نه، بلکې ټولنې او ټوله کې هېواد ته هم زیانونه راولاړوي او داسې نه جبرانېدونکي زیانونه رامنځته کوي چې، د ټول هېواد د وروسته پاتې والي او حتی ګړنګ ته د غورځېدو لامل هم جوړیږي.
د تعلیم په برخه کې د بېغورۍ څرنګوالی:
زدهکوونکي خپل وخت په بېګټې کړنو تېروي، کتاب، ښوونکي او درس ته اهمیت نه ورکوي.
والدین یوازې د مادي اړتیاوو پوره کولو ته اهمیت ورکوي، خو د اولاد تعلیمي روزنه له پامه غورځوي.
ښوونکي هغه ډول چې یې مسئولیت دی خپله دنده نه تره سره کوي، د بېروني مطالعې پرځای یوازې د کتاب په ورقو بسنه کوي.
پایله دا شوه چې، ټولنه د ناوړه روزل شویو، غیرمسلکي او بېاحساسه وګړو له خوا پداسې بڼه پر مخ وړل کیږي چې، د ټولنې اړتیاو ته یې پام نه وي کړی او یوازې د خپلو فکرونو په مدار یې څرخوي چې، د تعلیم په برخه کې بېغوري د ټولنیزو ستونزو د رامځته کېدو سرچینه ده.
۴- ټولنیز ارزښتونه او د اړیکو زوال
ټولنه له وګړو جوړه ده، خو دا وګړي باید د یووالي، محبت، درناوي او انصاف پر بنسټ یو له بله سره اړیکې ولري. بېغوري دا نازک تارونه پرې کوي. که په لنډ ډول ووایوو، همدغه بېغوري د اړیکو قاتله ده.
په کورنیو کې د والدینو او اولادونو ترمنځ فاصله رامنځته کوي، هېڅ څوک د یو بل ستونزې نه اوري.
ګاونډیان د ګاونډي حقوق نه پرځای کوي، یو او بل ځینې ناخبر دي او هر یو یوازې خپل ژوند پر مخ وړي.
د خوښیو او غمونو شریکول یوازې مجازي دنیاو ته پاتې کیږي.
مشران بېقدره کیږي، ماشومان بېروزنې لویېږي.
دیني، فرهنګي، او ټولنیز ارزښتونه یوازې د کتابونو په پاڼو کې پاتې کییږي او څوک یې هم د عملي کېدو فکر نکوي.
دا ټول هغه زهرجنې پایلې دي چې، د انسان له ټولنیزې بېغورۍ څخه زېږېدلي دي. که هر څوک یوازې د ځان فکر کوي، نو ټولنه به نور د "موږ" له مفهوم سره پردۍ شي او یوازې به د "ما" اصطلاح کارول کیږي.
۵- قانون، فساد او د مسئولیت نه منل
قانون د هرې ټولنې د عدالت انډول ساتي، خو کله چې بېغوري د قانون په چارو کې راشي، هلته یا قانون ماتېږي یا بېاغېزې کېږي.
د قانون په برخه کې د بې غورۍ د اغېزو بېلګې:
که د قانون په برخه کې بې غوري رامنځته شي، نو چارواکي د رشوت اخیستو ته اړ باسي او ددغه لوی جرم پر وړاندې سترګې پټوي.
پولیس د مجرمینو د نیولو پر ځای د واسطې غږ ته غوږ نیسي.
ادارې د خلکو د ستونزو پر وړاندې بېپامه کیږي او د یو عادي کار لپاره میاشتې انتظار اړین ګرځي.
عام وګړي قانون ته اهمیت نه ورکوي، تر پښو لاندې یې کوي او بیا ځان حق هم دار ګڼي.
دا هر څه د قانون د حیثیت لوېدو ته لار هواروي. د بېغورۍ له کبله ټولنه د قاعدو پر ځای د اړیکو، زور، پیسو او فساد تر ادارې لاندې راځي.
۶- دیني، انساني او اخلاقي پرځېدل
هره ټولنه چې د دیني او انساني اصولو پر بنسټ ژوند نه کوي، هلته بېغوري یوه عمومي خاصه ګرځي.
بېغورۍ د دین له نظره:
د مسئولیت نه ادا کول، د نورو حقوقو ته نه پاملرنه او د امانت خیانت په اسلام کې له سختو ګناهونو څخه دي.
نبوي حدیث دی: هر یو مو شپونکی دی او له هر مسئول څخه به د هغه د رعیت د مسئولیت پوښتنه کیږي. صحیح البخاري
چې له بده مرغه پدې برخه نن سبا بې غوري اوج ته رسېدلې، والدینو، ښوونکو، مشرانو، عالمانو په لنډه توګه د ټولنې هر وګړی پدې برخه کې بې پامه دی او خپل مسئولیت نه ترسره کوي.
د انساني روحانیت غورځېدنه:
رحم، مهرباني، بخښنه، انصاف، صداقت او عاطفه، له ورځني ژوند څخه د بې غورۍ له امله ورک شوي او هر څوک یوازې او یوازې د ځان په فکر کې دی. د بل انسان درد، لوږه، ناروغي، یا ستونزه یې له زړه سره هېڅ تړاو نه لري. دا هغه وخت وي چې، ټولنه له انساني روحانیت څخه بېبرخې شي. یوه داسې ټولنه چې انسانیت پکې مړ شوی وي، که څه هم عصري وي، خو د ژوند مانا پکې له منځه تللې وي.
پایله او سپارښتنې:
بېغوري یوه ژوره اخلاقي ناروغي ده چې، د ټولنې په ټولو برخو کې خپریږي. دا یوازې یوه شخصي کمزروتیا نه ده، بلکې یوه ټولنیزه ستونزه ده. دا ستونزه که حل نه شي، راتلونکی نسل به یې تر ټولو لوړه بیه پرې کوي.
سپارښتنې:
۱- د فردي مسئولیتونو پېژندل:
هر وګړی دې خپل د کور، چاپېریال، تعلیم، او ټولنې پر وړاندې ځان مسئول وګڼي.
۲-د مدني پوهاوی عوامل: د بېغورۍ له ګواښ ډکې پایلې دې د رسنیو، ښوونځیو او دیني مرکزونو له لارې خلکو ته ورسول شي.
۳- اخلاقي او وجداني روزنه: تعلیمي نصاب دې د اخلاقو، انساني اړیکو او مسئولیتونو پراخ درسونه ولري.
۴- قانون پلي کول: قانون دې د ټولو لپاره یو شان وي او له بېغورو ادارو سره دې قانوني چلند وشي.
۵- دیني ارزښتونو ته رجوع: دیني لارښوونې دې د ژوند په هر ه برخه کې عملي شي.