الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل- جلال آباد تر سړک پورې د بګرامیو- لته بند سړک د لومړۍ برخې بنسټیزې چارې روانې دي

 16527.jpg (1820 × 1024)

په کابل ښار کې د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا په موخه د یو ویشتمې ناحیې اړوند د کابل- جلال آباد تر سړک پورې د بګرامیو- لته بند سړک د لومړۍ برخې بنسټيزې چارې چې، د لښتیو، پلچکونو او د سړک د اساسي طبقو جوړول په بر کې نیسي روانې دي. دا سړک (۳۳۰۰) متره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري چې، د یوه معیاري سړک د ټولو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوی دی. همدا راز د دې پروژې په اوږدو کې د (۷۰۰۰) متر مکعب په اندازه د استنادي دېوال جوړول هم په پام کې نیول شوي دي. کابل ښاروالۍ پلان لري چې، د یاد سړک د دویمې برخې چارې هم په نږدې راتلونکې کې پیل کړي چې، اوس مهال یې تدارکاتي پړاوونه روان دي. د بګرامیو- لته بند سړک په جوړېدو سره به د کابل ښار د ختیځ زون اوسېدونکو ته ګڼې ترانسپورتي آسانتیاوې رامنځته او همدا راز د کابل ښار اقتصادي پراختیا ته به زمینه برابره شي