الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په شپاړلسمه ناحیه کې د فرعي سړک او کوڅو کانکرېټ چارې روانې دي

 16531.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د شپاړلسمې ناحیې د لسم ګذر اړوند د قلعه زمان خان تپې په سیمه کې د یوه فرعي سړک او دوو کوڅو کانکرېټ چارې روانې دي. دغه پروژه چې، په ټولیزه توګه (۷۵۰ ) متره اوږدوالی او له (۴ څخه تر ۵) مترو پورې سور لري،  د جوړولو چارې یې د لښتیو په ګډون تر اوسه (۴۵) سلنه مخته تللې دي او تر راتلونکې نږدې یوې میاشتې پورې به په اساسي توګه بشپړې او ورسره جوخت به د سیمې د اوسېدونکو ستونزې هوارې شي. د یادولو وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده