
د پنځمې ناحیې د پنځم، لسم، نولسم او ۳۴م ګذر اړوند سیمو کې د فرعي سړکونو او کوڅو جوړولو څلور پروژې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم د رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري، د سیمې د مشرانو او اوسېدونکو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس په دې اړه وویل: په پنځم ګذر کې د کانکرېټ چارو پروژه (۶۲۸) متره، په لسم ګذر کې (۷۹۰) متره، په نولسم ګذر کې (۹۷۷) متره او په ۳۴م ګذر کې (۸۵۸) متره اوږدوالی او له (۳) څخه تر (۵) مترو پورې سور لري. په دې پروژو باندې چې، د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته ترسره شوې، (۲۳.۳) میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او د (۳) میاشتو په موده کې په اساسي توګه بشپړې شوې. نوموړي زیاته کړه: د دغو پروژو په بشپړېدو سره د سیمې د اوسېدونکو ګڼې ټولنیزې او ترانسپورتي ستونزې هوارې شوې دي. ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د یادو پروژو له پلي کېدو خوښي وښوده او ویې ویل چې، تر دې وړاندې د سړکونو او کوڅو د خرابوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو. دوی ژمنه وکړه چې، د نویو سړکونو او کوڅو ساتنې ته به په جدي توګه پام کوي. پاتې دې نه وي چې، په دغو پروژو کې هره ورځ شاوخوا (۱۵۰) تنو هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه


