الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د بګراميو سړک د کیڼ لوري لیکې د بیا رغونې چارې روانې دي

 16537.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له ‌خوا د بت خاک (ملالۍ) تر څلورلارې پورې د بګراميو سړک د کیڼ لوري لیکې د بیارغونې چارې روانې دي. څه موده وړاندې د دې سړک د ښي لوري لیکې د بیارغونې چارې تر فني او تخنیکي څېړنو وروسته د پرمختللې ماشینرۍ په وسیله  په اساسي او معیاري توګه بشپړې شوې.  کابل ښاروالۍ هغه سړکونه چې، د وخت په تېرېدو یې ځني برخې زیانمنې او ویجاړې شوې دي؛ یو پر بل پسې بیا رغوي، ځکه دا کار د ښاري تأسیساتو د ساتنې او دوام په برخه کې ډېر مهم دی. د بیارغونې په دې پروژه کې په دوه لیکو کې د (۶) کیلو متره سړک بیارغول، د جدولونو نصبول او په سړک د کرښو اچول شامل دي