الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

*د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې بنسټيزې چارې روانې دي!

 16540.jpg (1820 × 1024)

په کابل ښار کې د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا او د ګڼه ګوڼې د کمښت په موخه د ۱۷۰۰ مترو په اوږدوالي او د ۱۲ مترو په سور سره د خیرخانې کوتل سړک د درېیم فاز د یوې برخې بنسټيزې چارې روانې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکې یوې اونۍ پورې قیر کولو ته چمتو شي. د یولسمې او اولسمې ناحیې اړوند د خیرخانې کوتل سړک درېیم فاز د سرای شمالي له څلورلارې څخه د کوتل تر سره (د نفت او ګاز ادارې تر مخې) پورې د ډیزاین له مخې ۳۶۴۷ متره اوږدوالی او ۲۷ متره سور لري چې، د یوه معیاري سړک ټول جزئیات په بر کې نیسي. د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست د معلوماتو له مخې؛ تر راتلونکې یوې اونۍ پورې به د دې سړک یوه برخه قیر کولو ته چمتو شي او هڅه کېږي چې، د ژمي موسم تر را رسېدو وړاندې د یاد سړک لومړۍ طبقه قیر چارې ترسره شي څو ښاریان د ژمي په موسم کې د تګ راتګ له ستونزو سره مخ نه شي. د خیرخانې کوتل سړک د هېواد له اقتصادي دهلیزونو شمېرل کېږي چې، کابل له شمالي ولایتونو سره نښلوي. د دې سړک په جوړېدو او پراختیا سره به د تګ راتګ په برخه کې د هېوادوالو ستونزې تر ډېره هوارې شي