الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کارته نو او قلعه زمان ترمنځ د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

 16542.jpg (1820 × 1024)

د اتمې او شپاړلسمې ناحیو اړوند د کارته نو ( د اوبو رسولو شرکت ته څېرمه) د قلعه زمان خان تر عمومي سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي او هڅه کېږي چې هرڅه ژر د چمتو شویو برخو قیر چارې ترسره او دغه پروژه د ژمي تر را رسېدو وړاندې بشپړه شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې، یاد  سړک چې ( ۳۰۷۰) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، د استنادي دیوالونو، لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون د جوړوېدو په حال کې دی.  د یاد سړک په جوړېدو سره به د سیمې اوسېدونکي ترانسپورتي آسانتیاوو، ښاري ښکلا او ټولنیزې هوساینې ته لاس رسی ومومي