
د اوومې ناحیې اړوند د علاءالدین له درې لارې څخه تر تخنیکم پورې د نوي نښلوونکي سړک بنسټیزې چارې د پام وړ کاري پرمختګ لري او هڅه کېږي څو هرڅه ژر قیر کولو ته چمتو شي. دا سړک چې، (۱۷۶۷) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، د تخنیکي معیارونو مطابق ډیزاین شوی او ټاکل شوې ده چې د روان کال په بهیر کې یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست د مسئولینو په وینا؛ د دې سړک په اوږدو کې د کابل سیند د پاسه د موټرو د تګ راتګ یوه پله د جوړولو چارې هم پیل شوې دي. دا پُل (۲۸) متره اوږدوالی او (۱۸.۴) متره سور لري چې، د ترافیکي بهیر د نظم په برخه کې مهم رول لري. د دې پروژې په بشپړیدو سره به د دارالامان سړک له چهلستون سړک سره ونښلول شي، چې د کابل ښار لپاره یو مهم ترانسپورتي دهلیز ګڼل کېږي. د کابل ښاروالۍ انجینران د دې پروژې له بېلابېلو پړاونو څخه په دوامداره توګه فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي ترڅو د کار کیفیت تضمین او پروژه پر ټاکلي وخت بشپړه شي. دا پروژه به نه یوازې په اوومه ناحیه کې د ترافیکي ستونزو په کمښت کې مرسته وکړي، بلکې د ښار د اقتصادي ودې او د ښاري زیربناوو په پراختیا به هم مثبتې اغیزې ولري


