
د لسمې ناحیې اړوند د (۶۴۶) مترو په اوږدوالي او (۲۰) مترو په سور سره د شېر پور سړک دویمه طبقه قیر چارې تېره ورځ بشپړې او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شو. دغه پروژه د کابل ښار د سړکونو شبکې د اصلاحي پلان له مخې پلې شوه چې، د شهرنو او ورڅېرمه سیمو د ترافیکي ازدحام په کمښت کې مهم رول لري. د دې سړک په جوړېدو سره د قلعه فتح الله، چهار قلعه، قلعه موسی او ورڅېرمه نورو سیمو اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شوې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ یاد سړک د شېرپور له دویم سړک څخه د شهرنو تر شهید څلورلارې پورې غځېدلی چې، اوس مهال یې یوازې له انترلاک تېږو څخه په ګټه اخیستلو د پلو لارو د جوړولو، د څراغونو نصبولو او په سړک د کرښو اچولو چارې پاتې دي چې، د چارو تر بشپړېدو وروسته به په رسمي توګه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي


