الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ګل باغ سړک د درېیمې برخې د جوړولو پر وړاندې د شته خنډونو د پاکولو چارې روانې دي

 16552.jpg (1820 × 1024)

دکابل ښاروالۍ له خوا د ګل باغ سړک د درېیمې برخې د جوړولو په وړاندې د شته خنډونه د پاکولو چارې د یاد سړک په اوږدو کې د میشتو ښاریانو په مرسته روانې دي، څو د دې مهم سړک د اساسي جوړولو لپاره زمینه برابره شي. د دې سړک په درېیمه برخه کې چې، د (۵۳۱۴) مترو په اوږدوالي او (۳۳) مترو په سور ډیزاین شوې ده، د لښتیو، پلیولارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي. د ګل باغ سړک چې، د یوه مهم اقتصادي دهلیز په توګه د کابل لویدیځ زون د ښار له سویل سره نښلوي، د ترانسپورتي زیربناوو په پراختیا او د ترافیکي ګڼې ګوڼې په کمښت کې د پام وړ رول لري. د دې سړک جوړول په څلورو برخو کې پلان شوي دي، چې د لومړۍ او دویمې برخې د جوړولو چارې یې لا دمخه پیل شوې او  په دې وروستیو کې یې د درېیمې او څلورمې برخې د جوړولو چارې هم په رسمي ډول پیل شوې دي. د یادونې وړ ده چې، دا پروژه به د پلان له مخې د یو کال په موده کې بشپړه شي