الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د څلورم مکروریانو سیمه کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې پيل شوې

 16557.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د نهمې ناحیې د ۲۱م ګذر اړوند د څلورم مکروریان په سیمه کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې. دغه سړک چې، (۶۹۵) متره اوږدوالی او (۶) متره سور لري، د لښتیو او د سړک دواړو خواوو ته له (۲) څخه تر (۳) مترو په سور د پلیو لارو جوړولو په ګډون  به د څلورو میاشتو په موده کې په معیاري توګه جوړ شي. د نهمې ناحیې مرستیال مولوي عبدالغفور غفوري په دې اړه وویل: د څلورم مکروریان اوسېدونکي پخوا د دې سړک د خرابوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو چې، د ناحیې په وړاندیز او د کابل ښاروالۍ د مشرتابه په لارښونه یې د جوړولو عملي چارې پیل شوې چې، په بشپړېدو سره به یې د سیمې د اوسېدونکو ترانسپورتي او ښاري ستونزې هوارې شي. پاتې دې نه وي چې، په دې پروژه کې به یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شي