الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له ستانکزي څلورلارې څخه تر بګرامیو پورې د سړک د اساسي طبقو د جوړولو چارې ښه کاري پرمختګ لري

 16559.jpg (1820 × 1024)

د اتمې ناحیې اړوند له ستانکزي څلورلارې څخه تر بګرامیو پورې د سړک د اساسي طبقو  د جوړولو چارې ښه کاري پرمختګ لري او ډېر ژر به یې (۱۱۰۰) متره برخه قیر کولو ته چمتو شي. دغه سړک چې، (۲۵۶۱) متره اوږدوالی او (۴۰) متره سور لري، د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو، د (۴۰ - ۴۱ ) مترو په اوږدوالي او له (۲.۶ ) څخه تر (۵.۵) مترو په سور سره پلچکونو، څراغونو او نورو جزئیاتو په ګډون به په معیاري توګه جوړ شي. د غه پروژه تر دې مهاله (۵۳) سلنه مخته تللې ده او هڅه کېږي چې، د روان کال په بهیر کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي