الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د احمدشاه بابا مېنې په لومړي بلاک کې د تفریحي پارک د جوړولو چارې ۸۰ سلنه مخته تللې دي

 16562.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مېنې په لومړي بلاک کې د یوه تفریحي پارک د جوړولو چارې ۸۰ سلنه مخته تللې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ د دې پارک د جوړولو چارې به تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. دا پارک په ۹۰۰۰ متر مربع ځمکه کې ډیزاین شوی چې، په هغه کې د احاطې او پلیو لارو جوړول، د یوې څاه کېندل، د اوبو د ذخیرې جوړول، چمن کرل، د نیالګیو او زینتي بوټو کېنول او د کثافات دانیو نصبول هم په پام کې نیول شوي دي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به د احمدشاه بابا مېنې اوسېدونکي یوه مناسب تفریحي ځای ته لاس رسی ومومي