
د لسمې ناحیې اړوند د سردارمحمد داوُد خان روغتون مخې ته د سړک جوړولو چارې د پام وړ کاري پرمختګ لري او ټاکل شوې ده ډېر ژر قیر کولو ته چمتو شي. په دې پروژه کې چې، ۳۹۱ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري؛ د لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول او د څراغونو نصبول هم شامل دي. همدا راز په دې پروژه کې د وزیرمحمد اکبرخان له پنځلسم سړک څخه تر اجمیر کانال پورې د ۲۸۰۰ مترو په اوږدوالي، د ۹۰ سانتي مترو په سور او د ۱.۴ مترو په ژوروالي سره د یوه کانال جوړول هم په پام کې نیول شوي دي چې، د یو شمېر خنډونو د شتون له امله یې کارونه د لنډې مودې لپاره ځنډېلي دي. د یادونې وړ ده چې، پخوا په دې سیمه کې د یوه معیاري کانال د نشتون له امله ښاریان له ګڼو ستونزو سره مخ وو چې، دې پروژې په بشپړېدو سره به یې یادې ستونزې په اساسي توګه هوارې شي


