الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له نوروزآباد څلورلارې څخه تر دولسمې امنیتي حوزې پورې د سړک جوړونې پروژه د پلي کېدو په حال کې ده

 16569.jpg (1820 × 1024)

د دولسمې ناحیې اړوند په احمد شاه بابا مېنه کې له نوروز آباد( ایمل مومند) څلورلارې څخه تر دولسمې امنیتي حوزې پورې د سړک جوړولو پروژې چارې چې، کېندنې، خاورې لېږدول، هوارول او د لښتیو جوړول په بر کې نیسي په ښه توګه روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دا سړک ۲۰۹۶ متره اوږدوالی او ۳۰ او ۴۰ متره سور لري چې، د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو، څراغونو او کرښو اچولو په ګډون به په اساسي توګه جوړ شي. دا سړک د دولسمې ناحیې په اړوند سیمو کې د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمښت او د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا په برخه کې مهم لري او ټاکل شوې ده چارې یې تر راتلونکو لسو میاشتو پورې بشپړې شي