
د دویمې ناحیې اړوند له جوی شیر څخه تر پُل آرتل پورې د ۸۶۰ مترو په اوږدوالي او د ۴۵ مترو په سور سره د سړک بنسټیزې چارې روانې دي او هڅه کېږي چې، دا سړک هرڅه ژر قیر چارو ته چمتو شي. په دې پروژه کې د ۲۷۳ مترو په اوږدوالي او دوه متره سور د یوه کانال، د ۹۵ مترو په اوږدوالي، ۶۰ سانتي مترو سور او ۵ مترو لوړوالي د استنادي دېوال او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو جوړول هم شامل دي. د دې سړک په جوړېدو سره به د ښار په مرکزي برخو کې ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او د ورڅېرمه سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي. د یادونې وړ ده چې، کابل ښاروالۍ د ترافیکي او ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا په موخه، له فرهنګ څلورلارې څخه د شاه دوشمشېره تر درې لارې پورې د سړک د پراختیا پلان هم تر لاس لاندې لري، چې اوس مهال دا پروژه په تدارکاتي پړاوونو کې ده


