الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دولسمې ناحیې اړوند د ۲۱م او ۳۶م ګذر تر منځ د فرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې

 16583.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاریانو ته د ترانسپورتي او ټولنیزو آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ لخوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته،  د ۱۲مې ناحیې اړوند د ۲۱م او ۳۶م ګذر ترمنځ د فرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې. دغه سړک چې، ( ۹۳۶) متره اوږدوالی او (۱۲ ) متره سور لري، د لښتیو او ګلدانونو په ګډون به د (۳) میاشتو  په موده کې په معیاري او اساسي ډول جوړ شي. تر دې وړاندې د یادې سیمې اوسیدونکي د دې سړک د خرابوالي له امله له ګڼو ترانسپورتي ستونزو سره مخ وو، چې د ۱۲مې ناحیې د وړاندیز په پام کې نیولو سره، دغه پروژه د کابل ښاروالۍ د مشرتابه لخوا غوره او پلې کیږي. د دې پروژې په پلې کېدو سره به، د خلکو د ترانسپورتي او ښاري ستونزو د حل سربیره، یو شمیر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شي