
د پنځلسمې ناحیې اړوند د خواجه بغرا له ګولایي څخه تر قصبې سړک پورې د نوي نښلونکي سړک د جوړولو چارې چې، په روان کال پیل شوې وې بشپړې او یاد سړک د ترافیکو پر مخ پرانیستل شو. د کابل ښاروالۍ د پروژو او برنامو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې، دغه سړک چې، (۶۷۵) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، (۴۳۵) متره برخه یې قیر او پاتې (۲۴۰) متره برخه یې د کانکریټ په بڼه جوړ شوی دی. د دې سړک لومړۍ طبقه قیر چارې په دې وروستیو کې ترسره شوې چې، له امله یې د ښاریانو د تګ راتګ او د ترافیکي بهیر لپاره ګڼې آسانتیاوې رامنځته شوې دي. په دې پروژه کې د (۲۰) مترو په اوږدوالي او (۱.۳) متره په سور سره د یوه پلچک، لښتیو، پلیولارو او ګلدانونو جوړول، په سړک د کرښو اچول، دڅراغونو نصبول او د یوه معیاري سړک نورې برخې هم شاملې دي. د دې سړک په جوړېدو سره به د خواجه بغرا او قصبې سیمو ترمنځ تګ راتګ آسانه او د پنځلسمې ناحیې اړوند فرعي سړکونو کې به ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه شي. د یادونې وړ ده چې، دغه پروژه تر اوسه پورې، (۷۹) سلنه پرمخ تللې او ډیر ژر به بشپړه شي


