الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په قلعه بهادرخان سیمه کې د فرعي سړک کانکرېټ چارې روانې دي

 16601.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د شپږمې ناحیې د ۳۴م ګذر اړوند په قلعه بهادر خان سیمه کې د یوه فرعي سړک کانکرېټ چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دا سړک چې، ۹۱۰ متره اوږدوالی او ۵ متره سور لري، د ۱۳۰ مترو په اوږدوالي یوه استنادي دېوال او لښتیو په ګډون د جوړېدو په حال کې دی. د غه پروژه تر اوسه ۴۵ سلنه مخته تللې او ټاکل شوې ده تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دې سړک په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو ګڼې ترانسپورتي او چاپېریالي ستونزې هوارې شي. د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده