
د اتلسمې ناحیې په اووم، اتم او نهم ګذر کې د (۳) فرعي سړکونو چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري لوري د سیمې د اوسېدونکو او مشرانو په شتون ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس په دې اړه وویل: په لېرې پرتو او له آسانتیاوو څخه په محرومو سیمو کې د پروژو پلي کول د کابل ښاروالۍ لومړیتوب دی او په راتلونکې کې به د یادې ناحیې په کچه ورته نورې پروژې هم طرحه او پلې شي. په اوم ګذر کې سړک ۵۹۵ متره اوږدوالی، په اتم ګذر ۹۷۰ متره اوږدوالی او په نهم ګذر کې ۶۰۰ متره اوږدوالی او له ۵ څخه ۶ مترو پورې سور لري او چارې یې د لښتیو په ګډون د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د ۲۳.۱ میلیونه افغانیو په لګښت د (۳) میاشتو په موده کې د په اساسي توګه بشپړې شوې. نوموړي زیاته کړه چې، په دې پروژو کې هره ورځ شاوخوا ۱۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه. د یادونې وړ ده چې، مخکې د یادو سیمو اوسېدونکي د سړکونو د خاموالي له امله له ډېرو ستونزو سره مخ وو چې، دا ستونزې یې ستونزې تر ډېره هوارې شوې دي. دوی ژمنه وکړه چې، د نویو جوړو شویو سړکونو ساتنې ته به پام کوي


