
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري له علاءالدین درې لارې څخه تر تخنیکم سیمې پورې د نوي نښلوونکي سړک په اوږدو کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د موټرو د تګ راتګ یوه پله د جوړولو عملي چارې پیل شوې. دا پُل د ترافیکي بهیر د وضعیت ښه والي او د سیمو د نښلولو په موخه، د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست له خوا د ۲۸ مترو په اوږدوالي او د ۱۸.۴ مترو په سور سره ډیزاین شوی دی او ټاکل شوې ده د روان کال په بهیر کې په اساسي توګه جوړ شي. ورته مهال له علاءالدین درې لارې څخه تر تخنیکم سیمې پورې د ۱۷۶۷ مترو په اوږدوالي او ۳۰ مترو په سور سره د سړک جوړولو چارې هم په چټکۍ سره روانې دي. د دې سړک او پله په جوړېدو سره به د دارالامان او چهلستون سړکونو ترافیکي بهیر ووېشل شي او د ګڼه ګوڼې د کمښت په برخه کې به مهم رول و لوبوي


