الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له بیني حصار څخه تر ستانکزي څلورلارې پورې د نښلوونکي سړک قیر چارې پیل شوې

 16621.jpg (1820 × 1024)

د اتمې ناحې اړوندد بیني حصار له سیمې څخه د ستانکزي تر څلور لارې پورې د (۸۰۰) مترو په اوږدوالي د نښلونکي سړک قیر چارې د بنسټیزو برخو تر جوړېدو وروسته پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د مسئولینو په وینا، د سړک جوړولو په دغه پروژه کې چې، په ټولیزه توګه د (۱۶۵۵) مترو په اوږدوالي او (۴۰) مترو په سور سره ډیزاین شوې ده، د پلیولارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو او پلچکونو جوړول، د ترافیکي نښو او څراغونو نصبول، په سړک د کرښواچول او د یوه  معیاري سړک نورې برخې هم شاملې دي. په ورته وخت کې د ستانکزي له څلور لارې څخه تر بګراميو پورې د نښلونکي سړک د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې هم په چټکۍ سره دوام لري تر څو هغه هم قیر کولو ته چمتو شي. د دې پروژې په بشپړیدو سره به د کابل-لوګر سړک  د بګراميو له سړک سره ونښلول شي او ترڅنګ به یې په ترافیکي بهیر کې د پام وړ آسانتیاوې هم رامنځته شي