د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:50 ق-ظ
لمر راختل 5:00 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:00 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:00 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.91 افغانی
1 یورو 76.80 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.23 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 850 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ په تشکیلاتي جوړښت کې بنسټیز بدلون رامنځته او نوي لوړ پوري چارواکي وټاکل شول

11 حمل 1398

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رییس جلاآلتماب محمد اشرف غني په ځانګړي پاملرنه او سپارښتنه، د ښاري پوهانو له لوري د کابل ښار ننې اړتیاوو ته په کتو او په ښاري برخو کې د بریالیو نړیوالو مدلونو تر څیړني وروسته د کابل ښاروالۍ تشکیلاتي جوړښت ننې اړتیاوو ته په کتو اصلاح او له نیکمرغه د ولسشمري ماڼۍ د تائید وړ وګرځیده. له ښاریانو سره د لا ښه همغږي رامنځته کولو پخاطر د ټولنیزو چارو او فرهنګي معینیت تر عنوان لاندي د نوي معینیت غوښتنه د یادي طرحې یوه برخه وه چې په تیره اونۍ کې د دي ادارې په چوکاټ کې رامنځته شو، چې د کابل ښاروالۍ په وړاندیز او د ولسمشرۍ ماڼۍ په منظوري مرستیال سر څیړونکی فاضل شریفی په مافوق بست کې د معین په توګه وټاکل شو همدارنګه، ډاکټر صدرالدین په موفوق بست کې د ښاري ودي او پلان جوړوني معین په توګه او محمد بلال صدیقي په لومړي رتبه بست کې د کابل ښاروالۍ د دفتر رییس په توګه تر ټاکل کیدو وروسته د ۱۳۹۸کال د وري میاشتي په اتمه نیټه د یوي غونډي په ترڅ کې خپلو همکارانو ته ور وپيژندل شول. په دي غونډه کې کابل ښاروال د خبرو په مهال وویل: تر دي دمه فرهنګي او ولسي برخو ته ډیر کار ندي شوي چې د نوي معینیت په رامنځته کیدو سره به دغه تشه ډکه شي او همدارنګه به د ښاري پلانونو جوړولو په برخه کې د پخوانیو همکارانو هڅو ترڅنګ د ښار په بڼه کې تر ډیره مثبت بدلون رامنځته شي. د یادولو وړ ده چې مرستیال سر څېړونکی فاضل شریفي په دري ژبه کې ماستری لري او د کابل پوهنتون د دوکتورا دوري زدکړیال دی، په علمي او اکاډمیکو برخو په ځانګړي توګه فرهنګي برخه کې څو کلنه رسمي او غیر رسمي تجربه لري، په ټولنیزو او فرهنګي برخو کې څو علمي آثار لري چې په کور دننه او بهر چاپ شوي، همدارنګه ډاکټر صدرالدین په ښار جوړونې او مهندسي کې دکتورا لری او کابل پوهنتون کې د استادي ترڅنګ د ښاري پلان جوړولو او فني برخو کې څو کلنه تجربه لري، او محمد بلال صدیقي د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو څانګي نه لسانس سند لری او په آزاد اسلامي پوهنتون کې د ماستري دوري زدکړیال دی او په بیلا بیلو دولتي او خصوصي ادارو کې لس کلنه مدیریتي تجربه لری. د الله پاک له در بار څخه دوي ته د خدمت کولو په برخه کې د بریا غوښتونکي یو.