الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د جوی شیر نښلوونکې سړک د جوړولو چارې روانې دي

 16623.jpg (1820 × 1024)

د دویمې ناحیې اړوند د کابل ولایت د اداري  ودانۍ له مخې څخه د ماشین خانې تر سیمې پورې د جوی شیر د نوي نښلونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي او هڅه کیږي چې دغه پروژه ژر تر ژره بشپړه شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د مسئولینو په وینا، یاد سړک چې، د (۷۸۳) مترو په اوږدوالي او (۳۲) مترو په سور ډیزاین شوی دی، د لښتیو، پلیولارو او د استنادي دیوال جوړول هم پکې شامل دي. کابل ښاروالۍ پلان لري چې، د خپلو پراختیایي پلانونو په دوام د ښار په مرکزي برخو کې د ترانسپورتي شبکې د ښه والي او د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمښت په موخه، د کابل ولایت اداري ودانۍ مخې ته د صدارت له څلور لارې څخه د جوی شیر سړک په لور د موټرو د تګ راتګ لپاره یو پل هم جوړ کړي. د دې پروژې ډیزاین وروستیو پړاونو ته رسېدلی او ډیر ژر به یې تدارکاتي پړاونه ترسره شي. د جوی شیر د نښلونکي سړک د جوړولو پروژې په بشپړیدو سره به، د صدارت څلورلارې، ملک اصغر څلورلارې، قوای مرکز، ده افغانانو، زېرزمینۍ او نورو ورڅېرمه سیمو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه د پام وړ کمښت ومومي، او په ښار کې به اقتصادي ودې او ښاري فعالیتونو ته زمینه لا زیاته برابره شي