
ښاریانو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د څلورمې ناحیې اړوند د بره کي او کلوله پشتې سیمو ترمنځ د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي. دا سړک د بره کي د څلورلارې بدیل سړک ګڼل کېږي چې، د ګڼه ګوڼې د کمښت او د ترافیکي بهیر د ویش په برخه کې مهم رول لري. دغه سړک چې، (۶۵۴) متره اوږدوالی او (۲۰) متره سور لري، د لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړولو، د څراغونو نصبولو او کرښو اچولو په ګډون په اساسي توګه د جوړېدو په حال کې دی. د کابل ښاروالۍ د مسئولانو په وینا؛ هڅه کېږي چې دا پروژه هرڅه ژر بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، څو ورسره جوخت د بره کي په څلورلارې کې د هوايي پله او ترځمکې لاندې سړک د جوړولو له امله رامنځته شوې ترانسپورتي ستونزې هوارې او ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شي. د ښار په کچه په بېلابېلو سیمو کې د زیربنايي پروژو په پلي کېدو سره به له یوې خوا د ښار په بڼه کې مثبت بدلون رامنځته شي او بله خوا به ښاریان ګڼو ترانسپورتي آسانتیاوو ته لاس رسی ومومي


