
له فیصل ښارګوټي څخه د ګلباغ تر پله پورې د ګلباغ سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې روانې دي او ډېر ژر به قیر کولو ته چمتو شي. دا سړک چې، ۲۳۹۶ متره اوږدوالی او ۳۳ متره سور لري، په اوږدو کې یې د ۲۴ مترو په اوږدوالي او د ۱.۲ مترو په سور د یوه پلچک، لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي. د یادونې وړ ده چې، د ګلباغ سړک د جوړولو چارې په څلورو برخو کې ډیزاین شوې دي چې، د لومړۍ او دویمې برخو سربېره یې د درېیمې برخې د جوړولو چارې هم پیل شوې دي. د ګلباغ سړک چې د کابل ښار له اقتصادي دهلیزونو شمېرل کېږي، د کابل لوېدیځ له سویل سره نښلوي او د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا او د ګڼه ګوڼې د کمښت په برخه کې ځانګړی اهمیت لري


