
د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د یو ویشتمې ناحیې د ۱۹م ګذر اړوند د څرخي پله په سیمه کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دا سړک چې، ۵۰۰ متره اوږدوالی او ۷ متره سور لري، د جوړولو چارې به یې د لښتیو په ګډون د دوه میاشتو په موده کې په معیاري توګه بشپړې او ورسره جوخت به د سیمې د اوسېدونکو ترانسپورتي او چاپېریالي ستونزې هوارې شي. د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده


